WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

اداره

اداره يوټولنيز نظم دى، چې يوشمير وګړي دټاکلو مقاصدو دترلاسه کولو لپاره په هغي کي تنظيم شوي وي او د خاصو قواعدو د پيروي په اساس  ديوبل په مرسته ځان هدف ته ورسوي.

د ادارې ډولونه

اداره دحقوقو او سياسي علومو له مخې په دوه ډوله ده :

١-عمومي اداره : چې دټول هېواد په سطحه دبحث لاندې نول کيږي

٢-خصوصې اداره : چې ديوي موسسي، پروژي، تصدي او شرکت په کچه تر بحث لاندې نيول کيږي.

او د اقتصاد له مخي هم په دوه ډوله ده :

١-تجارتي اداره : هغه ادارې دي چي په لمړي قدم کي ګټه په نظر کي نيسي او په دوهم قدم کې خدمات ترسره کوي.

           لکه : د ګرځنده موبايل کمپنيانې (اريبا، افغان بيسيم ،اتصالات ، روشن، سلام او داسي نو ر ) .

٢- غير تجارتې اداره : هغه ادارې دي چي په لمړي قدم کي خدمت کوي او په دوهم قدم کي خپل مصارف پوره کوي لکه :عامه روغتیا ،ټرانسپورټ رياست اوداسې نور) .

د ادارې مهم عناصر

 موخې (هدف)- (Goals)

 سرچينې(سرچینې) – (Resources)

 اغيزناکتوب (مؤثريت)- (Effectiveness)

 ګټورتوب (مثمريت)- (Efficiency)

ښکيل اړخونه  (په اداره کې شامل خلک يا ګټه اخستونکي)   Stake Holder

١- موخې (اهداف) _ (Goals)          

د مديريت له نظره موخې هغو غوښتل شوو پايلو ته د رسيدنې نه عبارت دي دکومو لاسته راوړنو ته چې د يوې ادارې ټولې کړنې يا فعاليتونه متوجه وي.

موخې بايد د لاندې ځانګړتياو لرونکي وي:       ( SMART )

  • روښانه او مشخصه وي    ( Specific )            _
  • داټکل او سنجش وړ وي  _      ( Measurable )
  • دلاسته راوړني وړ وي          _         (Attainable )
  • حقيقت لرونکي وي  _           ( Realistic )
  • دوخت دمحدوديت لرونکي وي _ ( Time bound )

 

٢- سرچينې (منابع) : ( Resources )

سرچینې د يوي اداري مادي او معنوي پانګوڅخه عبارت دي.

د سرچینو ډولونه :

الف:بشري سرچینې ( Human Resources):لکه پرسونل،متخصصين او خدماتي کار کوونکي .

ب: فزيکي سرچینې ( Physical Resources ): لکه تعميرات ،ماشينونه ،ځمکه او داسي نور.

ج:مالي سرچینې ( Financial Resources ): لکه بوديجه او هغه نغدي پيسې چې مونږ ته په واک کي راکړل شوي دي يا هغه فنډونه چي ډونر تخصيص کړي وي.     

د:غيرمحسوس سرچینې (Intangible Resources ): لکه مهارتونه،استعداد،کسبي زده کړي او تجربي

٣- اغيزناکتوب (مؤثريت) _ (Effectiveness)          

دفعاليتونو په درسته توګه سرته رسونې څخه عبارت دي چې دموخو لاسته راوړلو لپاره مونږ سره مرسته کوي د يومطلوب هدف ترلاسه کول په ټاکل شوي (مشخص شوي ) وخت کي  عبارت دى اه اغيزناكتوب څخه .

او په اغيز ناکتوب کي يو موضوع ډيره مطرح کيږي چي هغه کيفيت(Quality) ده .

٤- ګټورتوب  (مثمريت) _ (Efficiency)          

دسرچينو کارول په ګټوره توګه چي دهغي په نتيجه کي ډيرمحصول (output) لاسته راشي ،يعني محصول پرپانګي ډېر وي.

کچيري خپل هدف په لږو سرچینېو اوکم وخت کي لاسته راوړل شي مثمريت بلل کېږي او لاندې ټکي پکې په نظر کې نيول کېږي.

 کميت  (Quantity)

 ارزښت  (Value)

 وخت (time)

٥- ښکيل اړخونه (جوانب ذيدخل) _ (Stake holder)          

ښکيل اړخونه له هغو وګړو څخه عبارت دي چي په اداره کې،يا د ادارې په فعاليتونو کي برخې لري او يا د ادارې فعاليتونه د هغوي په ګټو او تاوان اغيزې ولري .

په اداره کي ښکيل اړخونه په لاندي ډول دي :

  • برخه لرونکي (Participants)
  •  کارکوونکي او مامورين (Staff)
  •  مشتريان (Consumers)
  • تمويل کوونکي  (Donors)
  • عرضه کوونکي (Suppliers)
  •  دمنطقي ياسيمي اوسيدونکي (Local community)

ديوي روغې اوسالمې اداري (Organization) نښې او ځانگرتياوي

  • په يوه اداره کي ټولو اداري قوانينو،مقرراتو او اصولو پيري کول دي.
  • تشکيل بايد داصل او اړتيا سر برابر وي او د اداري اصل له موخو او دندو سره يووالى ولري.
  • اداره بايد له جعل کارۍ (تقلب) ،کاغذپرانۍ،رشوت اخستني او ناوړه گټي اخستني نه پاکه وي .
  • کار بايد اهل کار خلکو ته وسپارل شي.
  • په اداره کي بايد هماهنګي ،دکنترول ښه سيستم او درهبري مقام څخه اطاعت موجود وي.
  • اداره بايد کار کوونکو په انختاب،انتصاب،بدلون اوداسي نورو مهمو اداري اصولو پربنسټ لکه دتعادل اصل ،تخصص اصل،ګتورتوب،اغيزناکتوب او انساني اړيکو په مراعت کولو سره منځته راغلې وي.
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه نوزدهم مرداد ۱۴۰۰ و ساعت 11:24 |