WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

د وظيفې د اعلان موثرې لاري : job announcement effective ways ·     

هغې تشخيص او تفکيک دي. د کانديدانو د خلص سوانحو په تشخيص، تفکيک او ارزيابۍ باندې شروع وکړۍ، هغه چې واجد شرايط ندي د لست څخه ېي وباسۍ. همدارنګه د کانديدانو کمپيوترې مهارتونه وګورۍ او د هغوې ديپلوم او تصديقونو ته د هغوې د سوانحو سره سر ورکړۍ او وګورۍ چې د اسنادو کاپې ورسره ضميمه ده د لايقو کانديدانو د ارزيابۍ لپاره څلور مهمې نقطې: 
·        زده کړی او تحصیلات : آیا د غړي د زده کړو سابقه له نوی دندی سره برابره ده او یوالۍ ورسره لری؟
·        ټاکلي کاري تجربه: آیا پخوانۍ کاری تجربه د غړي له اوسني تش بست سره برابری لري؟ 
·        په هره دنده کې د موقف پرمختګ: د کاندید شوي کس بیلا بیل موقفونه درلودل( د دندو زیاتوالي ته یې پام وکړﺉ) څه ډول د ندې یې سرته رسولی دي؟ آیا دغه ونډی او مکلفیتونه سخت او مشکل شوی دي؟ 
·         ثبا ت او ټینګښت: stability کاندید شوی کس څومره موده په یوه دنده کې تیره کړی ده؟ ) کله نا کله د دندی د ټینګښت او له هغی څخه د خوښیی څرګندونه ده په دنده کې هر کله بدلون ددی خبری استازی توب کوی چې نوموړۍ غړی ژر ژره له دندې خوا بدی کیږي. البته دغه ټکی باید د نوموړی غړی په شخصی ژوند او محیطی بدلون کې و ازمایل شی( د هیواد په بهر کې میشته کیدل او پناه غوښتنه(
مصاحبه: interview د مقررولود پړاودوهم ګام د هغه شمیر کاندیدانو رابلنه ده چې د هغو اسناد ددی دندی له شرایطو سره یوالۍ او مطابقت ولري، که تاسو د شرایطو وړ کسانو ته د تیلفون لیاری مرکې ته بلنه ورکوي د هغه د خبرو کولو ډول ته په تلیفون کې ډیره پاملرنه وکړﺉ او تاسو کولای شۍ چې هغوی د مکتوب په ذریعه هم خبر کړﺉ.

+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در یکشنبه پنجم تیر ۱۴۰۱ و ساعت 8:24 |