WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

ارتقا،تنزيل اوتبديلي Promotion,Demotion,and Transfer


سازمانونه دې ته ترجېح ورکوي چې خالي بستونه د موجوده کارکوونکو د ارتقا،تنزيل اوتبديلۍ له لارې ډک کړي.
له ارتقا څخه موخه له يوټيټ بست څخه لوړ بست ته د يوه کارمند تلل دي چې د دندو، مسٶليتونو،موقف او معاش تغيرات ور سره مل وي. دبېلګې په توګه: له آمريت بست څخه رياست بست ته د يوه کارمند ارتقا. د کارکوونکو ارتقا کېداى شي د وړتيا(Merit)، په سازمان کې د کارکولو د مودې (Seniorty) او يا د دواړو د ترکيب په بنسټ صورت ونيسي.
تنزيل د ارتقا معکوس دى،يانې د يوه لوړ بست څخه ټيټ بست ته د کارمند تلل چې دندې، مسٶليتونه،موقف او معاش ور سره تغير وکړي. د بېلګې په توګه : د رياست بست څخه د آمريت بست ته ښکته کېدل.
له تبديلۍ څخه موخه د يوې دندې څخه بلې دندې ته چې د عين درجې لرونکى وي، د يوه کارمند انتقال دى. په دې سره کېداى شي د کارمند دندې او مسٶليتونه تغير شي خو په معاش کې تغير حتمي نه دى.
د بشري سر چينو مديريت
پوهنمل منصور "فقيرزى"

+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در یکشنبه هفتم آبان ۱۴۰۲ و ساعت 7:42 |