WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

بشیر احمد بلور په روغتون کې ساه ورکړه

ځانمرګی برید نن ماښام هغه مهال وشو چې بشیراحمد بلور د ښار د قصه خانۍ بازار په ډهکي نعلبندي سیمه کې د ګوند له غړیو سره غونډه پای ته ورسوله.


د پېښور ښار د کابلۍ تاڼې پولیسو وویل چې په وژل شویو کسانو کې د بشیر احمد بلور سکرتر نور محمد او دغه راز د کابلۍ تاڼې د پولیسو مشر عبدالستار هم شامل دی.

د پېښې یوه شاهد ظفرالله وویل: په داسي حال کې چې بلور د امنیتي ځواکونو له منځه ووت، ځانمرګي ځان ور نژدې کړ او چاودېدونکي مواد یې والوزول.

په چاودنه کې بشیر بلور د سینې او ستوني په برخو کې سخت ټپي شو خو وروسته یې په لیډي ریډینګ روغتون کې ساه ورکړه.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین وویل چې ډاکترانو ډېره هڅه وکړه چې بلور روغ پاتې شي مګر د ده ټپونه ډېر سخت ول.

د میا افتخار په وینا ښاغلي بلور ته به سخت دریځو د ورځې درې یا څلور خبرداري ورکول. خو ده یې پروا ونه کړه او ځان یې د وطن لپاره قرباني کړ.

ښاغلي حسین همداراز وویل:«دا ډول حملې به موږ د حقیقتونو له ویلو را ونه ګرځوي. موږ به د ترهګرو پرضد تر هغو مبارزې ته دوام ورکړو چې ساه راپکې چلېږي.»

بشیر احمد بلور د دې تر څنګ چې د عوامي نشنل ګوند د صوبايي حکومت مشر وزیر و، د دغه ګوند صوبايي ريیس هم و. د ده مشر ورور غلام احمد بلور، چې د پاکستان د مرکزي حکومت د ریل لارو وزیر دی، د امریکا په کلیفورنیا کې د هغه فلم جوړوونکي د وژلو پر سر یو لک ډالره جایزه ایښې وه، چې د اسلام د پیغمبر سپکاوی یې کړی و. د غلام احمد بلور دې اعلان په پاکستان او نړۍ کې د ځینو کړیو عکس العملونه پارولي ول خو غلام احمد بلور له دې نه و خبر چې له دې سره سره به یې ورور د هغه چا له لوري وژل کېږي چې د اسلام په نوم جګړه کوي.

په وروستیو کې ډېر خلک دې نتیجې ته رسېدلي چې د ډیورنډ کرښې د دواړو خواوو د اوسېدونکو پرضد خورا منظمه جګړه روانه ده. د دې جګړې په نتیجه کې نه یوازې دواړو خواوو ته په زرګونو د سر خلک وژل شوي، بلکې د دې لپاره چې د دوی راتلونکي نسلونه د ډېرو کلونو لپاره وروسته پاتې وساتل شي، د دوی ښوونځي او عامه تاسیسات له منځه وړل کېږي.

+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در یکشنبه سوم دی ۱۳۹۱ و ساعت 8:56 |