د اسلامي بازار موندنې مفهوم او اصول
هره سوداګري د دوام او پرمختګ لپاره بازار موندنې ته اړتیا لري، خو په اسلام کې دا اړتیا باید د شرعي حدودو په چوکاټ کې پوره شي. له همدې امله، د بازار موندنې ځینې ډولونه د علماوو له نظره حرام ګڼل کېږي، او ځینې نور یې مشروع او روا دي.
په ځانګړې توګه هغه ډول بازار موندنه چې پکې د کمېسیون ترلاسه کولو لپاره د یو ځانګړي محصول اخیستل شرط وي، د معاصرو علماوو ترمنځ د اختلاف موضوع ده. ځینې یې جواز لري، او ځینې یې ناروا ګڼي. راجحه دا ده چې که په دې ډول بازار موندنه کې شرعي شرایط مراعات شي، نو روا ده؛ او که نه، نو ناروا بلل کېږي.
د بازار موندڼې اړتیا او معاصر اهمیت
بازار موندنه که څه هم په معاصر شکل کې نوې پدیده ده، خو په عملي ډګر کې یې چټک پرمختګ کړی او اوس په اسلامي او نړیوالو بازارونو کې مهم رول لري. دا بهیر د سوداګرۍ د ودې، رقابت او د مشتریانو د جذب اساسي وسیله ګرځېدلې ده.
د اسلامي بازار موندنې تعریف
اسلامي بازار موندنه هغه بهیر ته ویل کېږي چې د هغه له لارې سوداګر خپل توکي یا خدمات د اسلامي اصولو په رڼا کې مشتریانو ته وړاندې کوي. په دې بهیر کې باید دواړه لوري—پلورونکی (بایع) او اخیستونکی (مشتري)—په عادلانه او مشروع ډول ګټه تر لاسه کړي.
اسلامي بازار موندنې بنسټیز اصول
اسلامي بازار موندنه باید د قرآن او سنتو له لارښوونو سره سم ترسره شي. مهم اصول یې دا دي:
- صداقت او رښتینولي:
له دروغو، مبالغې او فریب څخه ډډه کول. - شفافیت:
د محصول یا خدمت بشپړ معلومات مشتری ته وړاندې کول. - عدالت او انصاف:
عادلانه قیمت او له استثمار څخه ډډه. - د ضرر مخنیوی:
داسې توکي نه وړاندې کول چې زیان ولري. - د حرامو توکو اجتناب:
له سودي، نشهيي او نورو حرامو چارو څخه ځان ساتل.
اسلامي بازار موندنه باید څنګه تر سره شي؟
اسلامي بازار موندنه باید د ټولنیز مسؤلیت او اخلاقي ارزښتونو په پام کې نیولو سره ترسره شي:
- تولید باید د خلکو اړتیاوې په سالم ډول پوره کړي؛
- قیمت باید عادلانه وي؛
- اعلانونه باید رښتیني او اخلاقي وي؛
- او ټول بهیر باید د ټولنې پر خیر ولاړ وي.
د اسلامي بازار موندنې ګټې
اسلامي بازارموندنه یوازې یو اقتصادي فعالیت نه دی، بلکې یو اخلاقي او ټولنیز نظام هم دی، چې ګڼې مهمې ګټې لري:
۱. دباور ( (Trust را منځته کول
کله چې سوداګر په صداقت او رښتینولۍ سره معامله کوي، د مشتریانو باور زیاتېږي. دا باور د اوږدمهاله سوداګرۍ بنسټ جوړوي.
۲.حلال عاید
اسلامي بازارموندنه د حلالو لارو د عاید ترلاسه کولو سبب ګرځي، چې نه یوازې مادي ګټه لري، بلکې اخروي اجر هم لري.
۳.اقتصادي عدالت
په اسلامي بازارموندنه کې له ظلم، استثمار او فریب څخه ډډه کېږي، چې په پایله کې اقتصادي عدالت تأمینېږي.
۴.د ټولنې اصلاح
اسلامي اصول لکه صداقت، امانت او انصاف د ټولنې اخلاقي حالت ښه کوي او سالم اقتصادي چاپېریال رامنځته کوي.
۵.د اوږد مهاله بریا تضمین
که څه هم ممکن لنډمهاله ګټه لږه وي، خو د اعتماد او ښه شهرت له امله سوداګر په اوږد مهال کې بریالی کېږي.
۶. د شخړو کمښت
د شفافیت او روڼتیا له امله د مشتری او سوداګر ترمنځ شخړې کمېږي.
۷.د رخاني سکون سبب
سوداګر چې په حلاله لاره عاید ترلاسه کوي، د زړه سکون او اطمینان احساسوي.
د اسلامي بازار موندنې احتمالي زیانونه / ننګونې
که څه هم اسلامي بازارموندنه مثبت نظام دی، خو په عملي ډګر کې ځینې ننګونې او ظاهري محدودیتونه لري:
۱.د ګټې محدودیت
د حرامو لارو (لکه فریب یا سود) بندیز د دې سبب کېږي چې سوداګر ځینې چټکې ګټې له لاسه ورکړي.
۲. د رقابت ستونزه
په هغو بازارونو کې چې غیر اسلامي طریقې کارېږي، اسلامي سوداګر ممکن د سیالۍ له ستونزو سره مخ شي.
۳. د پوهاوي کموالی
ډېری خلک د اسلامي بازارموندنې له اصولو ناخبره دي، چې دا د دې نظام د تطبیق مخه نیسي.
۴. د تطبیق ستونزې
په معاصر اقتصاد کې ځینې نوي سیستمونه (لکه ځینې آنلاین مارکېټنګ ماډلونه) د اسلامي اصولو سره سم عیارول ستونزمن وي.
۵.د وخت او زحمت اړتیا
اسلامي اصول لکه شفافیت، د عیب بیانول او عدالت، زیات وخت او پاملرنه غواړي.
۶. د ناسم تطبیق خطر
کله کله خلک د اسلامي بازارموندنې تر نامه لاندې ناسم یا حتی حرام کارونه کوي (لکه ځینې شبکوي مارکېټنګونه)، چې د خلکو باور زیانمنوي.
د معاملو تعریف او اهمیت
- معاملات د هغو شرعي احکامو مجموعه ده چې د انسانانو ترمنځ مالي او اقتصادي اړیکې تنظیموي، لکه تجارت، کرایه او پور.
- اسلام معاملات د انسان د اړتیاوو د پوره کولو مهمه وسیله ګرځولې ده، ځکه یو انسان نشي کولی خپل ټول ضرورتونه په یوازې ځان پوره کړي.
د اسلامي معاملو ځانګړتیاوې
اسلامي معاملات یوازې د ګټې ترلاسه کولو وسیله نه ده، بلکې یو اخلاقي نظام دی. مهمې ځانګړتیاوې یې دا دي:
- د مال ساتنه او احترام
- د حلال رزق ترلاسه کول
- صداقت او امانت
- د دواړو لورو رضا
- شفافیت
- له فریب او ظلم څخه ډډه
- عدالت په وزن او پیمانه کې
- د شخړو مخنیوی
د معاملو آداب او اخلاقي اصول
اسلام د تجارت لپاره ځانګړي آداب ټاکلي دي:
- ښه نیت
- امانتداري
- نرم چلند
- وعده پوره کول
- د عیب بیانول
- له بېځایه قسم خوړلو ډډه
- عدالت
- له فریب څخه ځان ساتل
- د حلالو لارو انتخاب
ذکر شوی اصول د مشتری باور زیاتوي، چې د بازار موندنې بنسټ جوړوي.
د حلال رزق دلاسته راوړلو لارې
اسلام اقتصادي فعالیت له روحانیت سره تړي:
- هڅه او کار
- تقوا
- توکل
- دعا او استغفار
- شکر
- صدقه
بیع (پېر او پلور ) او اصول يې
بیع د مال په بدل کې د مال تبادله ده چې د دواړو لورو په رضا ترسره کېږي.
د بیع ارکان
- ایجاب
- قبول
د بیع شرطونه
- د دواړو لورو رضا
- د مال او قیمت معلوموالی
- د مال مشروعیت
- د تسلیم امکان
د بیع ډولونه
- بیع مطلقه
- بیع مقایضه
- بیع صرف
- بیع سلم
د قیمت له مخې:
- مرابحه
- مساومه
- وضعیه
د خیار (اختیار)مفهوم
اسلام مشتری ته د انتخاب حق ورکوي:
- خیار شرط
- خیار رؤیت
- خیار عیب
ذکر شوی اصول د مشتری حقوق خوندي کوي.
ربا (سود)او مخنیوي
اسلام ربا سخت حرام ګرځولې ده، ځکه:
- ظلم رامنځته کوي
- اقتصادي نابرابري زیاتوي
- کمزوري خلک زیانمنوي
د ربا ډولونه
- ربا النسیه
- ربا الفضل
قرض ، رهن او اجاره
قرض:
- د مرستې یو اسلامي نظام
- پرته له ګټې
- د ثواب سبب
رهن (ګروي):
- د پور تضمین
- د اعتماد رامنځته کول
اجاره:
- د خدمت یا مال د استفادې په بدل کې مزد
اسلامی بازار موندنه (Islamic Marketing)
اسلامي بازار موندنه یوازې د خرڅلاو وسیله نه ده، بلکې یو اخلاقي نظام دی چې پکې لاندې موارد په پام کې نيول کې/ي:
- صداقت
- د مشتری احترام
- حلال محصولات
- د ټولنې خیر
- اوږدمهاله باور
د معاملو حکمت
اسلامي معاملات د دې لپاره مشروع شوي دي:
- د انسانانو اړتیاوې پوره کړي
- اقتصادي عدالت تأمین کړي
- د ظلم مخه ونیسي
- ټولنیزه همکاري رامنځته کړي
پایله
اسلامي بازار موندنه یوازې اقتصادي فعالیت نه دی، بلکې یو اخلاقي او شرعي مسؤلیت دی. که دا اصول مراعات شي، نو هم فرد او هم ټولنه ترې ګټه اخلي.
اسلامي معاملات او بازار موندنه که څه هم ځینې عملي ننګونې لري، خو یو متوازن، عادلانه او اخلاقي نظام وړاندې کوي چې د دنیا او آخرت بریا تضمینوي. د دې ګټې تر زیانونو ډېرې او ژورې دي، او که په سمه توګه تطبیق شي، نو هم فرد او هم ټولنه ترې پراخه ګټه اخلي. که تاجران دا اصول عملي کړي، نو بازار به د اعتماد، عدالت او برکت مرکز وګرځي.
نصیراحمد څپاند
