شپېته کلن رابرت کپلان په خپل وروستي کتاب (د جغرافیې انتقام) کې لیکلي:«څرګنده نه ده چې پاکستان د یوه هیواد په توګه یو ځای پاتې کېدای شي ځکه چې په دغه هیواد کې د بلوڅو بېلتون غوښتونکی غورځنګ، د سندیانو ملتپال غورځنګ او نور شته چې د موجودیت له کبله یې په راتلونکو کلونو کې د دغه هیواد اداره او کنټرول سخته کېږي.»
کپلان، چې د ژورنالیست په توګه یې د ایران او عراق په شمول د ډېرو جګړو په اړه راپورونه لیکلي ، وايي:«ما ته په یو څه اوږدمهال کې هغه پولې چې پاکستان له افغانستان او یا پاکستان له هندوستانه جلا کوي، تلپاتې نه ښکاري.»
کپلان زیاتوي:«حقیقت دا دی چې پاکستان، هندوستان او افغانستان، چې د زرګونو کاله ګډ تاریخ لري، په مصنوعي ډول سره جلا شوي او دا مسله د ډېر کړکېچ سبب شوې ده حال دا چې د دوی ترمنځ ډېرې جاذبې شته.»
کپلان، چې له بالکانه رانیولې تر افغانستان پوري د نړۍ د بېلابېلو سیمو د شخړو او کړکېچونو په اړه کتابونه لیکلي، په خپل نوي کتاب (The Revenge of Geography: What the Map Tells Us About Coming Conflicts and the Battle Against Fate) کې په دې ټینګار کړی چې د دغو هیوادونو په خلکو کې تفاوت تر یوه حده د جغرافیې پر اساس دی.
ده په دې سیمه کې د لویو سیندونو او له سمندر سره د نژدې والي یادونه کړې چې د هغوی د خلکو لپاره لوی امتیازونه ګڼل کېدای شي.
کپلان وايي:« خلک یو شان دنیا ته راځي خو چیري چې دوی اوسي د دوی په راتلونکي کې ډېر رول لري.»
کپلان په خپل مخکیني کتاب «مونسون، د هند سمندر او د امریکا د قدرت راتلونکې» کې په دې تاکید کړی و چې د هند د سمندر سیمه په نړۍ کې د نوي انډول په ټاکلو کې مهم رول لري.
ده وړاندیز کړی چې نه یوازې هند بلکې د امریکا متحد ایالتونه دې هم له چین سره د سریلانکا، نیپال، بنګله دېش او میانمار(برما) په شان هیوادونو کې سوله ییزه سیالي وکړي.
کپلان له اقتصادي بحران سره سره، چې لوېدیځ یې کمزوری کړی دی، باور نه لري چې د امریکا متحد ایالتونه د سقوط یا ضعف لور ته روان وي.
دی وايي:«فکر کوم د امریکایانو قدرت به ممکن په نسبي ډول کمزوری شوی وي خو د چین او هند په پرتله، چې د خلیج تېلو او انرژۍ ته اړتیا لري، امریکا زیات امتیازونه لري.»
www.taand.com
