هېواد ته له راستنېدو سره يې د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي كې د استاد په توګه په دنده پيل وکړ. نوموړي په ډېرو رسمي او دولتي لوړو څوكيو کې كار وکړ. په ۱۹۶۴ كال د ډاکټر يوسف لخوا د اساسي قانون د تسويد په ډله کې شامل شو چې همدا مهال يې د ښوونې او روزنې په وزارت کې د منځنيو تدريساتود رییس په توګه دنده ترسره کوله. پر دې سر بېره د ديموکراسۍ په دوره کې د پوهنتون ريیس، د پروان والي، د نوراحمد اعتمادي په دوره کې د پلان وزير او د ډاکټر ظاهر په دوره کې د صدارت مرستيال په دندو پاتې شوی دی.
نوموړي د ډاکټر ظاهر د حکومت پرمهال د بادغيس او غور د واليانو د ليرې کېدو پر سر استعفا وکړه.
د ديموکراسۍ په کلونوکې داسې انګېرل کېده چې ډاکټر عبدالصمد حامد به د افغانستان صدراعظم وي خو ویل کېږي له دې کبله چې نوموړی په خټه محمدزی و نو اعلحضرت ظاهرشاه لازمه نه بلله چې د نوراحمداعتمادې، چې هغه هم محمدزی و، د اوږده حکومت او ډاکټر ظاهر له لنډ حکومته ورسته صدراعظم شي او بل داچې د ظاهرشاه مشاورينو د ډاکټر عبدالصمد حامد د صدراعظم کېدلو سره موافقه نه کوله.
د ثور له کودتا وروسته په ۱۳۵۷ لمریز کال (۱۹۷۸ كال) زندان ته واچول شو او په ۱۹۸۰ كال راخلاص شو او جرمني ته مهاجر شو چې د عمر ترپایه همالته واوسېد.
