درنو لوستونکو !
زما په اندکه چېرې مدیر پورتنۍ ځانګړتیاوې ونه لري ، نو فکر نه کوم ، چې په ورسپارل شويو چارو کې دې د ده شتون اغېزمن تمام شي او خلک دې له هغه څخه پلوي وکړي .
هر مدیر ته په کار ده، چې تر ټولو لومړۍ په خپله اداره کې د کاري همغږۍ ترڅنګ داسې مسلکي کاري ډله جوړه کړي، چې په هره برخه کې ښه کار کولای شي .
که چېرې په اداره کې د باور ترڅنګ دهمغږۍاو متقابل احترام روحیه شتون ونه لري، دیوه او بل تهدید او د کمزورۍ هڅې روانې وي، نو هلته خپلسري او لوی آنارشېزم منځته راځي ، بیا به ناممکنه وي، چې هلته دې سمون او پرمختګ په وجود راشي .نو په داسې حالاتو کې منیجر ته ضروري ده، چې خپله اداره کنټرول او منظمه کړي او هېچاته د دې اجازه ورنه کړي، چې مخلص مامورین له بېلابېلو لارو تهدید او توهین کړي .بلکې د اړتیا سره سم په پټه توګه داسې مالوماتي سرچینه ولري، چې په اداره کې له ټولو منفي او مثبتو خوځښتونو باخبر ووسي .
ترڅو د ادارې ټول ملګري له مسوولیته ډکې چارې په ښه قالب کې برابرې کړي او له بل پلوه دشک او بدګمانۍ پرځای رښتینی نظارت حاکم شي .
په لیکنه کې نور هم ډېر څه شته ، چې باید وشیندل شي .په ځانګړي ډول پورتنۍ لیکل شوي جملې چې د غوره ویناوو بڼه لري، باید هره یوه په جلا ، جلا توګه سره تشریح شي .چې انشاءالله په ژر وخت کې به یې د خپل وس او فکر د توان په اندازه د لیکنې د لارې تفصیلي وڅېړم او ستاسو په خدمت کې به یې کېږدم .
د لیکنې په وروستۍ برخه کې غواړم ، د دې یادونه وکړم ، چې زما لیکل چاته مشخص نه دي، بلکې په عمومي ډول مې له خپله انده سپارښتنې کړيدي .
هیله ده، په ټول هېواد کې غوره مدیران او ښه کارکوونکي ولرو.
تر بیا .....

+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه بیست و دوم آذر ۱۳۹۰ و ساعت
10:2 |