WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

SAPAND څپـــــــــــــــــــــــــــاند | بهمن ۱۳۹۱

تاند- په داسي حال کې چې د کوټې هزاره ګان د احتجاج په دود په پرونۍ چاودنه کې د خپلو وژل شویو عزیزانو مړي خاورو ته نه سپاري د بلوچستان ایالت ګورنر د ترهګرو په نیولو او د تروریستي بریدونو په کشفولو کې د استخباراتي ادارو پر پاتې راتلو اعتراف وکړ.

 


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در دوشنبه سی ام بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 9:21 |

دا ولی ؟

نن د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله
مګر ډیروعبادت په عادت سره اړولی دی
او دین یې په سیاست سره اړولی دئ
موږ اکثریت ډېر سیاست خو لږ عبادت کوو 
ډېر غیبت خو لږ صفت کوو 
ډېره ښرا خو لږ دعا کوو 
ډېر خاندو مګر لږ خوشحاله یو
دا ولی ؟  



ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در دوشنبه سی ام بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 9:9 |

 

عالم دين بايد مصلح وي، دا ډول فتواوې د نااعلان شوې جګړې او له لاسوهنې پرته بله مانا نه لري. جهاد مو مطلب نه دی، بلکې خپلې لاسته راوړنې مو مطلب دی چې د هغو د لاسته راوړلو لپاره مذهب د يوې وسيلې په توګه کاروئ، زموږ عالمان بايد پر ځان متکي وي نه پر نورو.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در یکشنبه بیست و نهم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 13:37 |
يک دخترشانزده ساله درمنطقه پلوڅو ناو ولسوالى اسمار ولايت کنر پسر شده است. اين دختر ١٦ ساله که به پسرتبديل شده ميگويد :" نام من نيازبى بۍ بود وتا صنف ششم مکتب درس خوانده ام اما فعلا به رضايت پدرم نامم را انعام الله گذاشتم"


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در یکشنبه بیست و نهم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 8:18 |

خبره د سلواغې د ۲۶ مې ده، له افغانستانه د پخواني شوروي پوځیانو د وتون د ورځې!

مجاهدین وايي، شورویان له افغانستانه دوی وویستل، نو ځکه يي سږکال د روزګان ولایت کې د سلواغې ۲۶ مه، د مجاهدینو د فتحې ورځ اعلان کړه.

د افغانستان د وطن ګوند وايی، شورویان له افغانستانه د ژنیو تړون له مخې چې د یوه اړخ لاسلیک کوونکی يي هغه مهال د ارواښاد ډاکټر نجیب الله په مشرۍ د افغانستان جمهوري دولت و، وویستل شول. دوی وايي د سلواغې ۲۶ مه، لومړی د افغانستان د جمهوري دولت لخوا د هیواد د ژغورنې ورځ په نوم ونومول شوه او په دې تړاو د هغه وخت د شوروي چارواکو دوښمني هم د دوی پرغاړه ده.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه بیست و هشتم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 13:58 |

پر کابل د سړو او سایبر یایي څپو یو نوی پړاو را برابر شوی وو.

د ژمي یخه څيله شروع شوې وه او د اسمان پر شنه ګنبزه د نورو وریځو پيڅولونه پراته وو.

د کابل په سیند کې اوبه یخ وهلې وې او د کابل پر لمن د هستوګنې انسان په رګونو کې وینې کنګل شوې وې.

د کابل د شیر دروازې غره د زمان د ناپایه وحشتونو یوې تازه نندارې ته کتل، تېز او د زړه بوږنونکو بادونو د وږو چغالانو په څېر انګولل.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه بیست و هشتم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 13:30 |


تاند- د افغانستان د ملي اسلامي جنبش مشر سید نورالله سادات تور ولګاوه چې جنرال عبدالرشید دوستم له خپل پوځي واک څخه په استفادې د ګوند په چارو کې لاسوهنه کوي.

سید نورالله نوري وايي، په داسي حال کې چې دی د ملي جنبش مشر دی، جنرال دوستم د اصولو او مقرراتو خلاف د ده پر ځای بل څوک د ګوند مشر ټاکلی دی حال دا چې جنرال دوستم د ګوند مشر نه دی.



ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه بیست و هشتم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 9:5 |
Photo: ‎یوه شپاړس کلنه پیغله هلک شوی دى

دغه ١٦ کلنه نجلۍ چې اوس هلک شوی، وايي:

د يوولسو نجونو پلار د پنځلس کلن زوى څښتن شو.

په کونړ کې ډاکټرانو د يوې شاوخوا پنځلس کلنې ''نجلۍ'' کورنۍ ويلي چې 'لور' به يې په راتلونکو څو ورځو کې د عملياتو په ترڅ کې په هلک واوړي.

دغه نجلۍ وړاندې د چا په نامه وه، خو اوس يې کورنۍ د خوښۍ احساس کوي، چې ډاکټرانو ورته د هغې د نارينه توب خبره وکړه.

دا په کونړکې تر ټولو لومړنۍ پېښه ده.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه بیست و هشتم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 8:56 |

بوخوم المان ۲۰۱۳

دافغانستان د ستراتیژیک جیوپولیتیک موقعیت له کبله،ستروامپرا توریواودنړۍ زبرځواکونوهڅه کړې ده چی په دې سيمي باندي تسلط و لري اوتر خپل اغېزلاندي یې وساتي همدا سبب وو چې افغانستان دتاريخ په اوږدوکې د مختلفو سیاسي-اتنيکي ځواکونو او ګروپونو له ميلاد څخه دمخه بیا ورو سته له میلاده،له اسلامي تحريک څخه پخوا او له هغه نه وروسته , ترمختلفو یرغلونولاندې راغلي دي دې یرغلونوزموږ گران هیواد دیرغلگرو دسیا لیوپه گرم ډګر باندي بدل کړ.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در چهارشنبه بیست و پنجم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 13:46 |

د شمشتو کیمپ په وروستۍ برخه کې د عربانو په مرسته یو جوړ شوی دارالایتام و. همدلته د یوه یتیم پوښتنې ته تللی وم.د هغوی تفریح وه،ټول انګړ له ماشومانو ډک و. د دوی پلرونه د جګړې بلا خوړلي وو. دوی کې داسې ماشومان هم وو چې له میاشتو میاشتو یې پوښتنه نه کیده او یا یې د پوښتنې څوک نه وو.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در چهارشنبه بیست و پنجم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 13:42 |

هغه وطن چې پکې د  کتاب نه د کباب قدر ډېر وي. کتابچې سپکې او تمانچې گرانې وي. خلک د دماغ په ځای د خیټې نه خبرې جوړوي. نامې په ځای جامې ته گوري. اخبارونه ارزانه او نوټونه قیمتي وي. قلمکار خوار او داړه مار شهسوار وي. نو هلته به څوک څه ولیکي، چاته به ېې ولیکي او څومره به ېې ولیکي؟ چې غوږونه کاڼه شي او حق نه اوري، ژبې گونگې شي او حق نه وايي او سترگې ړندې شي او حقیقت نه ویني، نو هلته د قلم  څه حېثیت او د لیکوال څه وقعت؟


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در چهارشنبه بیست و پنجم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 13:37 |

تاریخ تل په ریښتیني ډول تېرې پېښې په خپله سینه کې ځکه موږ ته ساتلې او وروسته له دې به یې هم ساتي چې انسان فراموش کار او ظلوم الکفار دﺉ . کېدی شي چې خپل ژوندي او لیکلي کړه وړه او تېر یادونه یاخو په خپله له یاده وباسي او یا یې هم په قصدي توګه بل څوک ترې غلا او چورلټ لکه د پخوا په څېر ورمسخ کړي . په داسې حال کې د تېرو پېښو یادونه ځکه اړینه ده چې په بشري پېښلیک کې هغه ډول ، او یا هغې ته ورته ډېرې پېښې بیا پېښېدونکې دي ، الله تعالی هم په خپل را لېږلي مؤ من بهِ کتاب ( قرآن عظیم الشأ ن ) کې د قصصو په نامه د تېرو امتونو یادونه ځکه کړې چې وروستي راتلونکي نسلونه پند ونه عبرتونه ترې واخلي .


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در چهارشنبه بیست و پنجم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 10:47 |

د هر څه نه وړاندې غواړم لمړۍ د مالي بازارونو په هکله یو لنډه وینا ولرم ، مالي بازارونه هغه بازارونو ته ویل کېږي چې په هغه کې مالي منابع د هغه خلکو څخه چې ورسره زیاتې وي هغو کسانو ته چې هغوی د مالي منابعو کمښت سره مخ وي لېږدول کېږي.
مالي بازارونه ددې زمینه برابروي چې مالي منابع د سپما کوونکو څخه پانګوالو ته لار پیدا کړي، ددغې اسانتیا په برابرولو سره مالي بازارونه مرسته کوي ترڅو کورنۍ تولید زیاتوالۍ ومومي او په مجموعي ډول مثمریت په اقتصاد کې رامنځ ته شي. دغه بازارونه د مصرف کوونکو مالي وړتیا د مالي معیادي منابعو په ورکولو سره زیاتوي ترڅو وکولای شي توکي و پلوري او د خپل د ژوند سطحه پرې لوړه کړي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در چهارشنبه بیست و پنجم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 10:34 |


ژبه د علم او رابطې داسې ذريعه ده چې انسان يې د نورو مخلوقاتو نه ممتاز کړے دے، د نړۍ ټول قامونه د علم او رابطې لپاره خپله مورنۍ ژبه استعمالوي خو پښتانه خپله ژبه پښتو د علم او رابطې دپاره کمه استعمالوي،
پوهه فاؤنډېشن د فبروري په ۲۱ دَمورنيو ژبو نړيوالې ورځې په موقع د پښتو د ترقې د پاره په نشتر هال پېښور کښې يوه ستره غونډه کوي۔


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در چهارشنبه بیست و پنجم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 10:24 |


د ناروي پارلمان د ۲۰۱۳ کال د نوبل سولې جایزې لپاره، د سوات پښتنه ملاله نومولې ده.

د نوموړي هیواد پارلمان وايی چې ملالۍ  د ۲۰۱۳ کال د نوبل د سولې جایزې ځکه مستحقه ګڼل کیږي چې هغې د نجونو د پوهې او زده کړې لپاره، د مرګ تر بریده غورځې پرځې کړې دي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در یکشنبه بیست و دوم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 13:34 |


د سړک په منځ کې د شګو يوه ډېرۍ ولاړه وه.لنډه بېلچه پکې خښه وه او څنګ ته يې يو ټايره لاسي کراچۍ درېدلې وه.د کور مېرمنې ويل:خانصاب! دا شګه به کور ته د ننه کړې!
د شګې ډېرۍ راته سم غر ښکاره شو او دا غر خو راته هغه وخت نور هم لوړ شو چې کله ميرمنې وويل:له دې کاره چې خلاص شوې، بيا به کور کې صفايي وکړې.

ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه بیست و یکم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 12:38 |

دافغانستان پاکستان اولندن خبرې پای ته ورسېدلې په دې خبروکې دپام وړ خبره داوه چې په شپږومیا شتوکې به افغانسستان ته سوله راشي، داخبره په دا یولسوکالونوکې ډېره جالبه اودحیر انتیاوړ خبرده، په هرصورت موږهم دخدایه همداغواړو، وائې وړوند له خدایه څه غواړي؛ دوسترګې، ایادې داسې خبروکولو لپاره څه رنګه ضمانت شته ده!


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه بیست و یکم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 12:26 |

دکابل ادارې مشر حامد کرزی چې په درې اړخيزه غونډه کې دګډون لپاره لندن ته تللی وپه لندن کې له ګارډين له ورځپاڼې سره په يوې ځانګړې مرګې کې دعارفانه تجاهل اوياښايي دطنز په بڼه ويلي دي چې ده ته تراوسه دا نه ده روښانه چې لوېديځ ځواکونه ولې له افغانستانه وځي؟ اياددې لپاره چې فکرکوي په افغانستان کې بريالي شوي،طالبان او ددوی په وينا،تروريزم يې مات کړی ،دجګړې موخه يې ترلاسه کړې،خپل هېوادونه او ولسونه يې ددوی په وينا، دترورستانوله ګواښ څخه خوندي کړي،اوکه پردې حقيقت پوه شوي چې دوی دجګړې ځای او ادرس غلط کړی او په افغانستان کې ددوی ماموريت يوه سهوه وه .


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه بیست و یکم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 12:21 |

په پېښور کې اوازه شوه چې په راتلونکې هفته کې به جلال اباد او په میاشت یوه نیمه کې به د کابل کار تمام شي، غالباً دا د ۱۹۸۹ ع کال د مارچ میاشت وه.ژمی په وتو وو او قوماندانانو برګ امریکایي جمپرونه له ځانه ایستلي وو.



ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه بیست و یکم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 12:14 |

پاکستان د افغان جنګسالارانو، طالبانو او د حزب اسلامي د ناراضي څانګې له غړو د یو داسې جبهې د جوړېدو په لټه کې دی چې په مرسته یې یو عبوري حکومت رامنځته شي او اوسنی افغان مرکزي حکومت په قضایاوو کې د خپل رول له اړخه له پښو وغورځوي.

ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه بیست و یکم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 12:5 |
په مزار شریف کې د جګرې د مورچلونو چل اونا چله قوماندانان غواړي چې د افغانستان د  ولسي زعامت لپاره په ګډه هلې ځلې وکړي.

خو دا ځل د دوی د غورځو پرځو رنګ د ډیموکراسۍ صبغه قواره او څېره لري.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در چهارشنبه هجدهم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 9:9 |


لندن ته له پاکستان او برتانیا سره د سولې په خبرو کې تر ګډون مخکې، افغان ولسمشر حامد کرزي د بي بي سي پښټو وېبپاڼې ته د سولې په شرایطو ځانګړې لیکنه کړې ده.

د افغانستان د کړاوونو او رنځونو بنسټ د شوروي اتحاد پرضد زموږ د جهاد په دوران کې کېښودل شو.

د شوروي اتحاد د یرغل پرضد زموږ جهاد یوه برحقه مبارزه وه چې د خپل دین او هېواد د ساتلو لپاره مو پیل کړه.

په داسې حال کې چې موږ په ډېر اخلاص دا مبارزه پرمخ بېوله، زموږ ملاتړو هر یوه په کې خپل خپل اهداف تعقیبول.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در دوشنبه شانزدهم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 14:8 |

SaliJooN.Info - گروه اینترنتی سالیجون


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در دوشنبه شانزدهم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 13:39 |
 برای دیدن بقیه تصاویر روی ادامه کلیک نمایند.....


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در دوشنبه شانزدهم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 13:33 |
د نړۍ پرمختللي هېوادونه د ۱۹۶۰م کال څخه راهیسې د بېکارۍ او د بیو لوړوالي دوه ګونې ستونزې سره مخ دي. اقتصادي رکود د بېکارۍ او انفلاسیون (پیسو پړسوب) د شتون څخه منځ ته راځي. اقتصاد پوه سمیولسن (Samuelson) په وینا: اقتصادي رکود د بیو لوړوالۍ او مزدونو یوځای زیاتوالۍ رانغاړي ، وګړي نشي کولای کار پیدا کړي او کارخانې نشي کولای خپلو تولیدي توکو لپاره پیریدونکي پیداکړي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در دوشنبه شانزدهم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 13:5 |