گرانو هیوادوالو دهرڅه نه مخکی دهیواد دسیاسی خپلواکی دبیرته اخیستنی 94 کلیزه مو مبارک شه
ادامه مطلب
گرانو هیوادوالو دهرڅه نه مخکی دهیواد دسیاسی خپلواکی دبیرته اخیستنی 94 کلیزه مو مبارک شه


په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د متحده ایالاتو نه لاسوهنه یو ښه نظر دی، خو عملي به ځکه نه وي چې تر یاد کال وروسته د افغانستان پریښودل د امریکا لپاره کوم انتخاب نه دی او له ټاکنو ګوښه والی هم ورته مانا لري.
متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم ړنګ او پر ځای د حامد کرزي په مشرۍ یو نا ثمره دولت رامنځ ته کړ، چې د ۱۲ کلونو لپاره د ۱۵۰زره بهرنیو سرتیرو او ملیاردونو ډالرو مرستو پر مټ دوام وکړ، نو ایا د……..
د روژې دیرشمه تحفه
ګرانو او متدینو دوستانو ، تاسو خو د دې تحفو نهه ویشت برخی ولوستلې . خدای دی وکړی چی محتویاتو یې لږ یا ډیر ایمانی ، اخلاقی او اصلاحی اثر ښندلی وی . دا ټول مواد زما د ناچاپه اثر ( اخلاقی کنایې ؛ دوهم جلد ) څخه انتخاب سوي وو . دغه اثر څه باندی ۴۰۰ آموزنده ، انتباهی ، تربیوي ، اصلاحی او اخلاقی عنوانونه او موضوعات لری . ډیرو دوستانو راڅخه غوښتي دي چی دغه اثر هم د لومړي جلد غوندی چاپ کړم . نو دا دی اوس پر درنو مینه والو زیری کوم چی د اخلاقی کنایو دوهم جلد هم د چاپ لپاره چمتو کیږی او هیله من یم چی تر چاپ وروسته یې په مینه ولولیً .
درنو هیواد والو اختر مو مبارک شه
هموطنان عزیزعید تان مبارک باد
www.sapand.blogfa.com
مقدمه
یو له هغه مشکلاتو او پرابلمونو څخه چی عامه اداره(ددولت اداره) ور سره لاس او ګریوان دی هغه فساد دی.
فساد
په یوه ټولنه کی منابع ضایع کوی او له منځه یی وړی، ښه حکومتداری له
چلنجونو سره مخامخ کوی، اقتصادی پرمختیا تحدیدوی اود عامه المنفعه خدماتو
وړاندی کول د موانعو سره مخامخ کوی بلاخره د ټولنی نظم او امنیت تهدیدوی.
د
فساد پر وړاندی مبارزه په لمړی قدم کی ددی ایجاب کوی چی ددی پدیدی په اړه
دقیق، علمی اوعملی مطالعات صورت ونیسی ترڅو د فساد ریښه او منشاء په ټولنه
کی په ښه ډول درک شی او د فساد علل او عوامل په په واقعی ډول د اجتماعی،
اقتصادی او فرهنګی شرایطو به تطبیق سره و څیړل شی.
د روژې شپږویشتمه تحفه
د روژې درویشتمه تحفه
قدرمنو دوستانو ، پوهانو ویلی دي چی په روژه مات کی باید دومره غذا و نه خوړل سی چی د نس کڅوړه ډیره تخته او ډکه سی چی له امله یې نه هغه انسان سمه ساه اخیستلای سی ، نه سمی او آرامی خبری کولای سی ، نه سم کښینستلای سی..... نو ځکه رسول الله (ص) فرمایلی دي چی « د آدم (ع) اولاد د خپل نس څخه بل ناکاره لوښی نه دی ډک کړی . »
روژې ته الله تعالی ځکه د نورو یوولسو میاشتو په پرتله ډیر اهمیت ورکوی چی اول خو یې دا خپله میاشت بللې ده ، او دوهم دا چی هدف یې دا دی چی که یې بندګانو په دا نورو ۱۱ میاشتو کی په خپلو دینی عباداتو او نیکیو کی د غفلت ، سُستۍ او بې پروایۍ څخه کار اخیستی وی نو په دې میاشت کی هغه جبران کړی او دا یوه بهترینه موقع ده چی هره نیکی او عبادت څو چنده عوض لری . او دا هم درویشتمه تحفه ( ن . صمد )
د روژې یوویشتمه تحفه
متدینو دوستانو ، د مبارکی روژې دوې لسیزی تیری سوې چی لومړنۍ د رحمت او دوهمه د مغفرت وه . نن د روژې مبارکی درېیمه لسیزه پیل سوه چی له دوږخه د نجات عشره ده . ښه به دا وی چی ( اللهم اجرنی مِن النار ) او نور تسبیحات ووایو او د خدای څخه د جنت طلب وکړو . ځکه دا د لیلة القدر لسیزه ده .
رسول الله (ص) فرمایلی دي چی زما امت ته د روژې په هکله پنځه داسی شیان ورکول سوي دي چی پخوا نورو امتونو ته نه وو ورکړل سوي :
لومړی ـ د خولې بد بویی یې د الله لپاره تر مشکو هم د خوښۍ وړ ده ؛
دوهم ـ د هغوی لپاره آن تر ماهیانو پوری لا هم هر څه دعاوی کوی او هغه تر روژه ماتې پوری کوی ؛
درېیم ـ جنت هره ورځ د دوی لپاره سمیږی او الله ورته فرمایی چی ژر به زما بنده ( د د نیا ) مشقتونه پر ځان تیر کړی او تا ته به راسی ؛
څلورم ـ شیطان ورڅخه قید سوی دی تر څو هغسی بدیو ته یې نه بوزی چی په غیر رمضان کی به یې بیویً ؛
پنځم ـ د روژې په آخري شپه به د روژه لرونکو لپاره مغفرت کیږی .
اصحابو ورڅخه وپوښتل چی آیا د وروستۍ شپې څخه مطلب د لیلة القدر شپه ده ؟ ویې فرمایل چی یا ، بلکی دستور دا دی چی مزدور ته اجوره د کار تر ختمیدو وروسته ورکول کیږی . نو په همدې امید لطفأ یوویشتمه تحفه ولولیً ( ن . صمد )

خبریال:(ابوبکر جبارخېل):- د قبایلو وزارت، ملي تحریک ګوند، ژوندون تلویزیون او یو شمیر نورو فرهنګیانو له لوري د دوشنبې په ورځ کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته د پښتونستان څلور لارې په څلورو څنډو کې د پښتونستان واټ په نومونو څلور لوحې ودرول شوې.
د کابل پوهنتون استاد، د ملي تحریک ګوند یو تن مشر او د ژوندون تلویزیون موسس پوهنوال محمد اسمعیل یون د یادو لوحو له درولو وروسته تاند ته وویل، چې د لوحو له درولو څخه یې ډیرې تاریخې موخې وې چې ترسره شوې.
د روژې شپاړسمه تحفه
عزتمنو لوستونکو ، د روژې مبارکه میاشت تر نیمایی واوښته او مرحبا په الوداع سره بدله سوه . زموږ د ټولو ژوند هم کټ مټ د الوداع په حال کی دی . نن وی که سبا ، ملک الموت مو راګیروی . آیا څوک پوهیږی چی همدا روژه به پوره کړو ؟! آیا راتلونکې روژه به « دلته » یو که « هلته » ؟! نو څومره به ښه وی چی توښه همدا اوس لا برابره کړو او موقع له لاسه و نه باسو . یعنی زیات عبادت ، اطاعت ، ریاضت ، تلاوت او افادیت ته مخه کړو . دا هم د روژې شپاړسمه تحفه چی ستاسو خدمت ته یې وړاندی کوم ( ن . صمد )
موږ ګڼي داسي ادارې ليدلي، چي د بېلابېلو ژبو، نيژادونو، ملتونو، سيمو او مذاهبو وګړي پکښي راټول او د يو هدف لپاره کار کوي. د منجمنټ د علم له مخي ددغسي انساني قواوو يو ځای کار کولو ته د کاري ځواک رنګارنګي وايي.
خو په ځينو مواردو کي دغسي ادارې له يو لړ ناندريو، ستونزو او چلنجونه سره هم مخ وي، مثلاً د کارمندانو تر منځ منفي رقابت، ناوړه ګټه اخيستنه، کرکه، چوغلي او هتا ګاهي ناوخته شخړي او فزيکي برخورد هم په اجود راځي، چي د وخت په تېرېدو سره کارمندان له دفتري ماحول څخه خسته او خواتوري کېږی.

نن ولسي جرګې د کورنیو چارو وزیر مجتبي پتنګ، سلب صلاحیت کړ، هغه غونډه چې د ولسي جرګې د رئيس په مشرۍ جوړه شوې وه، ټولو حاضرو غړو څخه يې ۱۳۶تنو پتنګ ته د عدم اعتماد او يوازې ۶۰تنو استازو موافقې رايې ورکړې، ولسي جرګې ته د کورنيو چارو د پخواني وزير مجتبی پتنګ د غوښتلو اصلي ټکي (په لویو لارو کې د امنیتي وضعیت په ښه کولو کې پر پاتې راتلو او په کورنيو چارو وزارت کې د فساد پرشتون و)، ښاغلي پتنګ په ځواب کې داسې ووئيل (د لویو لارو ساتنه یوازې د کورنیو چارو وزارت دنده نه ده بلکې د ملي امنیت او ملي اردو مسوولیت هم دی)، پتنګ خصوصي امنیتي شرکتونه تورن کړل چې وسله والو طالبانو ته پیسې ورکوي څو پر اکمالاتي کاروانونو بریدونه ونه کړي، نوموړي په خپل وزارت کې فساد رد نه کړ، ویې ویل دا پدیده په ټولو ادارو کې شته او د ده تر مشرۍ لاندې کورنیو چارو وزارت ته هم په میراث ورپاتې ده، په وينا يې چې بايد له فساد سره د مبارزې لپاره د ټولو اورګانونو همکاري وکړي، خو د پتنګ خبرو د جرګې د غړو قناعت حاصل نه کړی شو او په پای کې يې د اعتماد رايه ځينې واخيسته، د يادې غونډې په پای کې د ولسي جرګې رييس له ولسمشر کرزي څخه وغوښتل چې د ښاغلي پتنګ پر ځای د کورنیو چارو وزارت ته بل څوک ورمعرفي کړي.
د روژې پنځلسمه تحفه
ګرانو او معززو دوستانو ، روژه مبارکه هم نیمایی ته ورسیده او خدای دی وکړی چی تیرو برخو څه نا څه معنوی ، روحانی او ایمانی ګټه رسولې وی . ښایی هغو کسانو ته چی د دین په چارو کی یو څه کهالت او عطالت لری ، که نور نه وی اقلأ معلوماتی خو واقع سوي وی ! څه معلومه ده چی ژوند به نوره یاري هم وکړی که یا ؟! څومره نامناسب ، ناوړه او نامطلوب کارونه مو کړي دي ؟! آیا یوه ذره ګټه یې رارسولې ده ؟ راځی چی نور نو په ځان کی عملأ تغیر راولو تر څو الله تعالی مو حالت راتغییر کړی ( الرعد ـ ۱۱ ) ؛ که نه همدا په اصطلاح آش او همدا کاسه به وی او خوله به مو راسوځوی . دا هم پنځلسمه تحفه چی ستاسو درانه حضور ته یې وړاندی کوم ( ن . صمد )
د روژې دیارلسمه تحفه
دا نړۍ د ازمایښت ځاي دی. هغوي چې یو ځل راغلي او بیا بیرته تللي ، دلته یي له ځانه یو څه پریښې دي. چا میړانه کړي ، بیا نورو تیروتنې کړي. هر څه چې شوي ، د دې خاوریني کوري پر سر د هر ژوي په تیره بیا د انسان د کړو وړو څخه حکا یت کوي. ولي هر وګړی یو ځل راځې او د ازمایښت د ټاکلي دوري وروسته بیا بیرته ځې او د هغه په کالبوت کې ژوند بیرته نه تکراریږي. دا ځکه چې د هر ژوي ، په ځانګړي توګه د هر وګړي ژوند د نړۍ د ازمایښت یوه برخه ده.